.په هلمند پوهنتون کي د دوهمي سمسټرونو د ازموینو پیل غونډه ترسره سوه

نن چهارشنبه د هلمند پوهنتون غونډو تالار کښې د دوهمي سمسټرونو د ازموینو پیل غونډه، د پوهنتون د رهبرۍ، پوهنځي رئیسانو، استادانو او سلګونو محصلانو په ګډون ترسره سوه.
په غونډه کي د هلمند پوهنتون رئیس شی/خ \لحدیث و التفس-یر مف.ـتي محمد شریف الله ابو احمد صاحب ګډونوالو ته وینا وکړه. نوموړي په خپلو خبرو کي استادانو ته وویل، چي په یو سالم او عادل وضعیت کي محصلانو ته علم ورسوئ، ځکه دا د ټولني او محصلانو امانت دی او په دې بهیر کي د ژبني او قومي تعصباتو ځانونه وژغورئ.
د پوهنتون رئیس محصلانو ته په خطاب کي وویل، چي قوي مؤمنان او مسلکي ځوانان کولای سي ټولنه پرمختګ ته ورسوي. له ناکامۍ وېره مه کوئ، بلکي د بیا چمتووالي هڅه وکړئ.
د غونډي په جریان کي د محصلانو چارو مرستیال مفتي صدیق الله همت هم وینا وکړه، هغه له استادانو وغوښتل چي له محصلانو سره د زوروني چلند ونه کړي او د سالم چاپیریال د رامنځته کولو هڅه وکړي.
نوموړي له محصلانو هیله وښوده، چي د ازموینو په صحنو کي نظم ته پاملرنه وکړي او ازمویني ته دي، په پوره چمتوالي حاضریږي.
د غونډي په پای کي هغه له زده کړیالانو وغوښتل، چي په رخصتیو کي خپل وخت اغېزمن مصرف کړي او د نوي مهارتونو په زده کړه دي ځانونه بوخت وساتي.