.د ټولنیزي دیندارۍ په اړه د دعوت او ارشاد آمریت تربیوي سمینار ترسره سو

helmand@123
Mon, Dec 08 2025 3:11 PM
سمینار

نن د هلمند پوهنتون په مرکزي مسجد کي د دعوت او ارشاد آمریت له لوري د ټولنيزي مسلماني او دیندارۍ تر عنوان لاندي یو مهم تربیوي سمینار ترسره سو. په دې معنوي سمینار کي د پوهنتون ګڼ شمېر استادانو، اداري کارمندانو او خدماتي کارکوونکو برخه اخیستې وه.

سمینار د دعوت او ارشاد آمر  محترم مولوي عبدالقیوم ذاکر صاحب  له خوا د رسول الله ﷺ د یو مبارک حدیث په مفهوم پیل سو، ده وویل، هغه څوک چي مسجد ته د زده‌کړي او یا د ښووني په نیت داخل سي، الله جل جلاله ورته د یو قبول سوي حج ثوابونه وربخښي.

محترم مولوي صاحب په خپلو خبرو کي د مسجد د آدابو او اسلامي ښیرازۍ اړوند څو مهم ټکي تشریح کړل. هغه وویل چي مسجد ته د داخلېدو پر مهال اودس لرل، د مسجد دعا لوستل، د شور او بې‌ځایه خبرو مخنیوی او د تیلیفون بندول د ادب مهم اصول دي. هغه زیاته کړه چي هر اعلان او یا خبره د مسجد په فضا کي، هغه وخت اجازه لري، چي د ټولني د خیر او عامه هوسايني سبب وي، خو شخصي مفادات او غیرضروري خبري په اسلام کي منع ګرځول سوي دي او په دې اړه یې یو حدیث شریف مفهوم داسي بیان کړ. کله چي تاسو په مسجد کي څوک د خرید او فروش کار ترسره کوونکی ووینئ، نو ورته ووایئ، الله  جل جلاله دي په دې معامله کي برکت نه اچوي.

همدارنګه محترم ذاکر صاحب، د صفونو د درناوي، د مسجد د پاک ساتلو، په پاکو جامو د مسجد ته داخلېدو، د ځان د ظاهري طهارت ساتلو او د نورو له‌ اذیت څخه د ځان ژغورلو ارزښت هم روښانه کړ. هغه ټینګار وکړ، چي مسلمان باید جماعت ته پر وخت حاضر سي، د اذان ځواب ووایي او که په کوم کار بوخت هم وي، د جماعت د احترام په خاطر به کار پریږدي.

د دعوت او ارشاد آمر وویل،  که څه هم دا مسایل عام دي او هر مسلمان پرې اګاهي لري، خو بیا هم د ټولو ګډ مسؤلیت دی چي تنکي ځوانان، محصلین او ټولنه په دې برخو کي باخبره او اګاه کړو.

د محترم  مولوي  صاحب په وینا، په  مسجد کي ارامه فضا ساتل او د عبادت کوونکو لپاره مناسب چاپېریال برابرول د هر مسلمان ګډ مسوولیت دی او دا چلند د ټولنیزي مسلمانۍ او ريښتني دیندارۍ څرګندونه کوي.

Latest news

Wed, Jun 26 2024 1:02 PM
Background image

هلمند پوهنتون کي د آيچ اي ايم ای ايس معلوماتي سیستم دوه ورځنی ورکشاپ پیل سو

نېټه: ۱۴۴۵/۱۲/۲۰ ه.ق

نن چهارشنبه د هلمند پوهنتون د مسلکي پراختیا مرکز د غونډو په خونه کي د پوهنتون  امرینو، کارمندانو او استادانو ته د HEMIS معلوماتي سیستم دوه ورځنی ورکشاپ پیل سو.

د. . .

Thu, May 23 2024 11:30 AM
Background image

د تضمین کیفیت د یولسګونو معیارونو د تفسیر ۳ ورځنی ورکشاپ پیل سو

نن پنج شنبه د هلمند پوهنتون د غونډو په تالار کي د لوړو زده کړو وزارت د راغلي پلاوو له لوري  د تضمین کیفیت د یو لسګونو معیارونو د تفسیر ۳ ورځنی ښوونیز ورکشاپ پیل سو.

په یاد ورکشاپ کي د. . .

Sun, May 05 2024 10:43 AM
Background image

د وترنري او انجینري پوهنځیو د نوي رئیسانو د معرفت غونډه ترسره سول

 نېټه: ۱۴۴۵/۸/۱

ورځ: یکشنبه

غونډه چي د هلمند پوهنتون د علمي چارو مرستیال محمد نعیم دوست صاحب، د مالي او اداري چارو مرستیال سمیع سعید صاحب، د دعوت ارشاد امر مولوي عبدالقیوم ذاکر صاحب. . .

BACK TO NEWS