د بیولوژي څانګي د آمر پيغام
الحمدلله رب العالمين وصلواه و السلام علی اشرف الانبياء و المرسلين و عالی اله و اصحابه اجمعين.
دا چي ښوونه او روزنه د يوې ټولني د ملا تير جوړوي، نو موږ هم دې ارزښت ته پام سره د ګران هېواد افغانستان لپاره دبیولوژي په برخه کي د نوي نسل و روزني ته ملاتړلې ده او هڅه کوو چي پدې برخه کي د هېواد اړتيا پوره کړو.
دا چي په اوسني وخت کي د عصري زده کړو پرته د ټولني پرمختګ او پر ځان بساينه ناشونې ده، نو د ځوانانو څخه مو هيله ده، چي لوړو زده کړو ته مخه کړي او هېواد په هر ډګر کي د خپلواکۍ تر پولو و رسوي.
والسلام،
پوهنمل محمدالله محمدي
د بيولوژي څانګي آمر
د بیولوژي څانګي لنډه پیژندنه
د هلمند پوهنتون د ښووني او روزني پوهنځي په چوکاټ کي د بیولوژي څانګه په (۱۳۸۸ هـ ش) کال کي منظور او په (۱۳۹۴ هـ ش) کي په رسمي ډول خپلي اداري، عملي، علمي او اکاډمیکي چاري د دوو تنو استادانو په منظوري سره پیل سوي دي. د څانګي تدریسي او زده کړیز چاري په (۱۳۹۴ هـ ش) کال د سنبلې میاشتي په شپاړسمه نېټه د لومړي ټولګي په فعاله کېدو سره پیل سوي. د بیولوژي څانګه تر اوسه پوري سپږ دوري فارغین ورکړي چي ټولټال (۲۴۳) تنه محصلین یې ټولني ته د خدمت ملا تړلي ده.

ليرليد، رسالت او موخي
بیولوژي څانګه به د افعانستان او سیمي په کچه يوه معیاري څانګه وي، دا څانګه به د ټولني د اړتیاوو وړ مواد د نوو څیړونو پر بنسټ وړاندي کوي او همدارنګه د بیولوژیکي علومو په مختلفو برخو کښي به کادرونه په اسلامي او وطنپالني روحیه روزي.
د بیولوژي څانګه هڅه کوي چي د یو داسي علمي او اکاډمیک چاپیریال جوړ کړي،چي زده کړي او څیړني به يي په ملي او نړیواله کچه معیاري او اعتبار وړ وي.
- پر ملي او نړیوالو معیارونو برابر اکاډميک چاپيريال رامينځته کول او د کيفيت د لوړاوي په برخه کي د څانګي اکاډميک اعتبار اخيستل.
- د استادانو د مسلکي او تخصصي پوهي په برخه کي د ظرفيت لوړول.
- د بیولوژي د عصري موضوعاتو پر بنسټ نوي څېړني ترسره کول او د علمي څېړنو فرصتونه برابرول.
- ټولنې ته د بیولوژي په برخه کي مسلکي، متخصص، او نوښتګر ښوونکي او څېړونکي وړاندي کول.
- د ملي او نړیوالو تحصیلي او څېړنیزو ادارو سره اړیکي ټینګول او د علمي همکاریو زمینه برابرول.
- د ټولني د اړتياوو او عصر سره سم په ملي او نړيواله کچه نصاب ته پراختيا ورکول او پلي کول.
- د اسلامي او ملي ارزښتونو ساتل (Islamic &National Values)
- نوښت او خلاقیت (Innovation & Creativity)
- همکاري او ګډ کار (Collaboration & Teamwork)
- مسوولیت او حساب ورکونه (Accountability & Responsibility)
- نړیوالتوب (Globalization)
تشکيلاتي جدول
د څانګي ټولي اداري او تدريسي چاري د څانګي د آمر په شمول د پنځو تنو دايمي استادانو(څلور ماسټران او يو ليسانس ) په مټ مخته وړل کيږي.

علمي پروګرامونه
د بیولوژي څانګي تدريسي بهير د مسلکي، متخصصو او تجربه لرونکو استادانو له لوري پر مخ وړل کيږي. چي په بيلابيلو وختونو کي تخصصي، مسلکي او معلوماتي کنفرانسونه او سمينارونه وړاندي کوي، همدارنګه د پوهنتون په کنفرانسونو او سمينارنو کي ګډون کوي. د بیولوژي څانګي استادان تل هځه کوي، چي پر ګڼو علمي موضوعاتو مقالې وليکي او په ملي او نړيوالو ژورنالونو کي يې خپرې کړي، چي تر دې دمه یې ګڼي داخلي او نړيوالي مقالې خپرې سوي دي. د بیولوژي څانګه خپلو برحاله او فارغه محصلانو ته هم په بيلابيلو وختونو بيلابيل د مسلکي او علمي ظرفيت لوړوني او کارموني لنډمهاله پروګرامونه په لاره اچوي، چي دمګړی د بیولوژي څانګي فارغين په ګڼو دولتي او خصوصي پوهنتونونو، ښوونځيو او نورو ادارو کي په دندو بوخت دي.
د لوړو زده کړو د قانون مطابق د ليسانس دوره په منځني ډول څلور کاله ده، چي هر تحصيلي کال دوه سمسټرونه( پسرلنی او ژمنی) لري او هر سمسټر شپاړلس (16) درسي اونۍ دی. د بیولوژي څانګي په ټولو اتو سمسټرونو کي ټولټال (161) کريډيټونه لري، چي په هره اونۍ کي ډېر تر ډېره (21) کريډيټه تدريس کېږي، او هر کريډيټ يو درسي ساعت(50 دقيقې) دی.





د بیولوژي څانګي د دوره یي ارزوني راپور لینک:
https://drive.google.com/file/d/1m48gCJaNx_hyXPPgNdMQICFd5f2vywo-/view?usp=sharing