.د غصب د مخنیوي په اړه د مشرتابه مقام ۴۳م هدایت تشریح سو

helmand@123
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۷ - ۱۶:۴۸
سمینار

نن د هلمند پوهنتون په مرکزي مسجد کي د دعوت او ارشاد آمریت په همکارۍ د شخصي ځمکو د غیري قانوني تصرف او غصب د مخنیوي په هکله د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌ الله‌ و رعاه د ۱۴۴۰/۹/۱ نېټې د ۴۳م فرمان تشریح ترسره سوه.

یاد سمینار د هلمند پوهنتون د رئیس، شیخ‌الحدیث و التفسیر مفتي محمد شریف‌ الله ابو احمد صاحب لخوا وړاندي سو، چي پر مهال یې د هلمند پوهنتون د رهبرۍ غړو او استادانو حضور درلود.

نوموړي په خپله وینا کي د مشرتابه مقام ۴۳م فرمان تشریح کړ، چي په ۱۴۴۰/۹/۱ نېټه صادر سوی و. په یاد فرمان کي ویل سوي، دا چي زموږ ځیني هیوادوال له تېرو څو لسیزو راهیسي په بهرنیو هیوادونو کي د مهاجرت ژوند تېروي، همدارنګه د اسلامي امارت تر واک لاندي سیمو کي ځیني خلک د کابل د ادارې تر واک لاندي سیمو کي اوسیږي او ځیني یې د دښمن په صف کي ولاړ دي، د یادو ټولو خلکو جایدادونه او شخصي ملکیتونه نه څوک غصب کولای سي او نه یې هم مجاهدین یا بل څوک په کښې تصرف کولای سي.

په فرمان کي دا هم راغلي، چي هیڅ ډول ځمکه یا نور جایدادونه د شرعیت د اصولو او د شرعي محاکمو له پرېکړو پرته څوک په کښې تصرف کولای نه سي او په دې هکله هر ډول جعل، بهانه او غیري شرعي دلیل د قبول وړ نه دی. د غصب د مخنیوي او د اتهام څخه د نجات په خاطر به مرتکبینو ته شرعي سزا ورکول سي.

شیخ الحدیث مفتي محمد شریف الله ابو احمد صاحب د سمینار د تشریح په پیل کي  وویل، پر امیر د خلکو د حقوقو څخه یو مهم حق دا دی، چي د عامه امنیت د ټینګښت لپاره د خلکو د شخصي جایدادونو او ځمکو د غصب په برخه کي واضح او عملي هدایتونه صادر کړي، تر څو خلک د ګناه څخه خلاص سي.

هغه د غصب په اړه حدیث شریف وړاندي کړ او ویې ویل: رسول الله صلی ‌الله‌ علیه ‌وسلم فرمایلي دي، که چیري یو کس د بل چا یوه لوېشت ځمکه هم غصب کړي، الله جل‌جلاله به یې د قیامت په ورځ د اووه طبقې ځمکه ټوله د هغه په غاړه  کي ور واچوي.

نوموړي وویل، زموږ په ټولنه کي ډېر خلک په دغه کبیره ګناه اخته دي او د جعل له لاري ناحقه دعوې کوي او د نورو اشخاصو د جایدادونو او ځمکو مالکین ځانونه ګرځوي.

محترم مفتي صاحب زیاته کړه، چي د اسلامي امارت د راتګ راهیسي شاوخوا دوه میلیونه جریبه ځمکه د غصب څخه خلاصه سوې ده او د پاته دوو میلیونو جریبو د تصفیې چاري هم رواني دي.

هغه وویل، غصب کبیره ګناه ده او موږ باید د مسلمان په حیث دا مسؤلیت ولرو، چي لومړی خپل ځانونه د دې ګناه څخه وساتو او ترڅنګ یې د خپل شاوخوا خلکو ته هم د پوهاوي پيغام ورسوو.

نوموړي د غصب یو بل ډول هم روښانه کړ، چي په ټولنه کي ډېری خلک په اګاهانه ډول ورسره پرې اخته دي، خو د غصب په صفت یې نه ګڼي.

محترم ابو احمد صاحب وویل، د کورنۍ د غړو، خصوصاً د خویندو، د میراث او شرعي حقوقو ته هیڅ پام نه کیږي. هغه په دې تړاو زیاته کړه، دا هم کبیره ګناه ده، چي خویندو ته د هغوی د جایداد او ځمکو حقوق نه ورکول کیږي او حتی ګواښل کیږي، که چیري خپل حق وغواړي، اړیکي به ورسره پرې کړل سي.

محترم مفتي صاحب دا هم څرګنده کړه، چي په دا ډول مجلسونو کي، چي ظالمانه پرېکړي پکښې کیږي، ګډون کوونکي، کاتبین او نور شامل کسان ټول په ګناه کي ورسره برابر شریک دي.

هغه دا ډول اعمال او کړني غیري شرعي او ناجایزي وبللې او زیاته یې کړه، چي د اسلام سپېڅلی دین د ښځو، په ځانګړي ډول د خویندو، د میراث او شرعي حقوقو کلک ملاتړ کوي او هيڅوک حق نه لري، چي د زور، دودونو او یا ټولنیز فشار له لاري د هغوی حقوق تر پښو لاندي کړي. نوموړي دا ډول غصب هم د مشرتابه مقام د یاد فرمان تر حکم لاندي وباله.

تازه خبرونه

سه شنبه, اپرېل 28 2026 3:40 PM
Background image

هلمند پوهنتون کي د لوړو زده کړو ته د ځوانانو هڅوني تر عنوان لاندي د ښوونځیو زده کوونکو ته سمینار وړاندي سو.

نن د هلمند پوهنتون د محصلانو چارو معاونيت په همکارۍ، د ښووني او روزني پوهنځی له لوري د لښکرګاه ښار د ښوونځيو د دوولسم ټولګيو زده کوونکو ته د " لوړو زده کړو ته د ځوانانو د هڅونه" تر. . .

سه شنبه, اپرېل 28 2026 3:38 PM
Background image

د هلمند پوهنتون رئیس د بُست خصوصي پوهنتون څخه لیدنه وکړه.

نن دوشنبه د هلمند پوهنتون رئیس، شیخ الحدیث و التفسیر مفتي محمد شریف الله ابو احمد صاحب د یاد پوهنتون د رهبرۍ پلاوي په ملتیا د بُست خصوصي پوهنتون څخه رسمي لیدنه وکړه.

د لیدني پر مهال د. . .

سه شنبه, اپرېل 28 2026 3:33 PM
Background image

په هلمند پوهنتون کي ممتاز او نوښتګر محصلین وستایل سوه.

نن د یاد پوهنتون د امام ابو داوود سجستاني رحمه الله د غونډو په تالار کي یو شمېر نوښتګر او ممتاز محصلین د یوې پراخي غونډي په ترڅ کي و ستایل سوه.

په دې غونډه کي د پوهنتون رهبرۍ، استادانو. . .

BACK TO NEWS