.د مالیې وزارت څخه راغلي پلاوي له خوا د افغانستان د مالیاتي نظام په اړه معلوماتي سمینار وړاندي سو

helmand@123
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۵ - ۱۶:۱۷
مالیاتي نظام

نن ورځ چهارشنبه د هلمند پوهنتون د غونډو تالار کي د مالیې وزارت څخه راغلي پلاوي د افغانستان د مالیاتي نظام په اړه یوه معلوماتي غونډه ترسره کړه. په دې غونډه کي د هلمند پوهنتون رهبرۍ، د شرعیاتو، حقوق او اقتصاد پوهنځیو محصلین، استادان، د هلمند ولایت مستوفي الحاج ملا نعمت الله مغیره او د خصوصي پوهنتونونو استازو ګډون کړی و.

د غونډېي پیل د قرآن کریم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت سره وسو.

وروسته د هلمند پوهنتون رئیس، شیخ الحدیث و التفسیر مفتي محمد شریف الله ابو احمد صاحب، د راغلي پلاوي هرکلی وکړ او په خپلي وینا کي یې وویل: الحمد لله، زموږ د هیواد اقتصادي وضعیت له کړکېچن حالت څخه راوتلی دی او ورځ تر بلي د اقتصادي پرمختګ په لور روان دی.

نوموړي اقتصاد د هر هیواد د ځان بسیایني او ثبات لپاره حیاتي وباله. هغه د اسلامي امارت تر حاکمیت وروسته د هیواد د اقتصادي مرستیال، محترم ملا عبدالغني برادر او د مالیې وزارت هڅو ستاینه وکړه. مفتي صاحب څرګنده کړه چي افغانستان د یوې پاکي بودیجې برخمن دی، چي د هر ډول سود او ریبا څخه پاکه ده.

وروسته د مالیې وزارت اړوند د عوایدو او ګمرکاتو معینیت د عامه اړیکو آمر، محترم روزي محمد نېک مل صاحب، د افغانستان د مالیاتي نظام په اړه معلومات وړاندي کړل. هغه په خپل وینا کي وویل: د اسلامي امارت د واکمنېدو سره، د هیوادوالو څخه د مالیاتو اخیستلو په برخه کي د پام وړ تخفیفونه اعلان سوي، چي د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله و رعاه له خوا ١٦ فرمانونه د مالیاتو په کمښت کي صادر سوي دي.

نوموړي زیاته کړه چي د افغانستان ټوله بودیجه داخلي عواید دي او هیڅ ډول خارجي مرسته نه لري. اسلامي امارت د ښه مدیریت په ترڅ کي د هیواد مالي برخه په غوره توګه اداره کړې ده، که څه هم چي هیواد د مالي بندیزونو، وچ کالۍ، راوښتونکو مهاجرینو او د تېري ادارې د پورونو سره مخ دی.

د سمینار په پای کي محترم نېک محمد صاحب د ملي بودیجې د تمویل لپاره د عوایدو د راټولولو طرحه وړاندي کړه، چي درې اصلي برخي لري: ګمرکي محصول، غیر مالیاتي عواید او مالیاتي عواید.

هغه وویل: اسلامي امارت د داخلي بودیجې د زیاتوالي له پاره تر اوسه هیڅ کومه عامه شتمني نه ده پلورلې او نه یې هم د کوم خارجي ملک څخه قرض اخیستی دی. د دې سره سره، د هیواد مالي وضعیت په ښه توګه ساتل سوی دی.

په پای کي د غونډي ګډونوالو د افغانستان د مالیاتي نظام د مدیریت په اړه خپلي پوښتني وړاندي کړې او د دغو معلوماتو د پراختیا لپاره یې د نورو هڅو غوښتنه وکړه.

غونډه په دعائیه وینا سره پایته و رسېدل.


 

 

تازه خبرونه

سه شنبه, اکتوبر 06 2026 4:29 PM
Background image

د اووه میليونه افغانیو په لګښت؛ هلمند پوهنتون کي درې پوړیزه ودانۍ جوړیږي

هلمند پوهنتون کي د ریاست مقام دفتر ، مېلمستون او د رسمي جلسو د تالار په ګډون د درې پوړیزي ودانۍ د جوړولو چاري نن پیل سوې، چي یاده ودانۍ به په (۳۵۰ ) متره مربع ځمکه کي د څه کم اووه. . .

چهارشنبه, سپتمبر 30 2026 12:01 PM
Background image

د هلمند علمي او څېړنیزي مجلې د پنځم کال لومړۍ ګڼه د لوستونکو لاسرسي ته وړاندي سوه.

د هلمند پوهنتون د ساینسي علومو علمي او څېړنیزه مجله  د پنځم کال لومړۍ ګڼه خپره سوه.

دا مجله د ساینسي علومو په برخه کي د علمي او څېړنیزو اثارو د خپرولو لپاره فعالیت کوي. د مجلې په دې. . .

سه شنبه, سپتمبر 29 2026 4:44 PM
Background image

د هلمند والي د هلمند پوهنتون له علمي او اداري برخو لیدنه وکړه

د هلمند والي محترم مولوي امان ‌الدین منصور صاحب، د هلمند پوهنتون له علمي، تدریسي او اداري برخو څخه لیدنه وکړه او د دې لیدني پر مهال د پوهنتون له لوري د لښکرګاه ښار د ناپاکو اوبو د. . .

BACK TO NEWS