.د هلمند پوهنتون مسؤلینو د کور او ښار جوړولو له وزیر سره د همکاریو په اړه بحث وکړ

helmand@123
دوشنبه ۱۴۰۳/۹/۲۶ - ۱۱:۵۴

نېټه: ۱۴/۶/۱۴۴۶ ه.ق
 

تیره ورځ د هلمند پوهنتون عمومي رئیس شیخ  مولوي حافظ محمد نسیم حقاني، د پوهنتون د مالي او اداري چارو مرستیال ډاکټر سمیع الله سعید په پلازمینه کابل کي د کور او ښار جوړولو له وزیر مولوي حمدالله نعماني سره د هغه په دفتر کي ولیدل.
 په دې مهمه لیدنه کي د هلمند پوهنتون د نوي جوړېدونکي کدري روغتون کمپلیکس او د نهرسراج کمپس د ماسټر پلان جوړوني پر موضوعاتو خبري وسوې.

د پوهنتون مسؤلینو د یادو پروژو د عملي کولو لپاره د یاد وزارت له وزیر څخه د همکارۍ غوښتنه وکړه. 

د کور او ښار جوړولو وزیر مولوي حمدالله نعماني د بشپړي همکارۍ ډاډ ورکړ او ويې ویل چي د دې پروژو لپاره به ځانګړی مسلکي ټیم د سروې، ډیزاین او انجینري چارو د پیل لپاره وټاکل سي او سيمي ته به ولېږل سي.

د پوهنتون مسؤلینو د وزیر له ملاتړ نه مننه وکړه او هیله يې څرګنده کړه، چي د دغو پروژو په بشپړېدو سره به ددې ولایت وګړي او د پوهنتون کارکوونکي او محصلان له غوره تعلیمي او روغتیايي خدماتو څخه برخمن سي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۴ - ۱۶:۲۹
Background image

د اووه میليونه افغانیو په لګښت؛ هلمند پوهنتون کي درې پوړیزه ودانۍ جوړیږي

هلمند پوهنتون کي د ریاست مقام دفتر ، مېلمستون او د رسمي جلسو د تالار په ګډون د درې پوړیزي ودانۍ د جوړولو چاري نن پیل سوې، چي یاده ودانۍ به په (۳۵۰ ) متره مربع ځمکه کي د څه کم اووه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۲:۱
Background image

د هلمند علمي او څېړنیزي مجلې د پنځم کال لومړۍ ګڼه د لوستونکو لاسرسي ته وړاندي سوه.

د هلمند پوهنتون د ساینسي علومو علمي او څېړنیزه مجله  د پنځم کال لومړۍ ګڼه خپره سوه.

دا مجله د ساینسي علومو په برخه کي د علمي او څېړنیزو اثارو د خپرولو لپاره فعالیت کوي. د مجلې په دې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۶:۴۴
Background image

د هلمند والي د هلمند پوهنتون له علمي او اداري برخو لیدنه وکړه

د هلمند والي محترم مولوي امان ‌الدین منصور صاحب، د هلمند پوهنتون له علمي، تدریسي او اداري برخو څخه لیدنه وکړه او د دې لیدني پر مهال د پوهنتون له لوري د لښکرګاه ښار د ناپاکو اوبو د. . .

BACK TO NEWS