د کندهار پوهنتون رئیس د یو علمي سفر په ترڅ کي د هلمند پوهنتون له چارو څخه لیدنه وکړل

helmand@123
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۷/۱۰ - ۱۶:۴۸
د تضمین کیفیت ورکشاپ

نېټه: ۱۴۴۶/۳/۲۸ ه.ق
 

نن سې شنبه د کندهار پوهنتون رئیس او ورسره مل پلاوي هلمند ولایت ته د خپل سفر په لړ کي د دې ولایت له پوهنتون څخه لیدنه وکړل.

په همدې موخه جوړه سوې غونډه کي چي د هلمند پوهنتون رئیس شیخ حافظ مولوي محمد نسیم "حقاني"  مرستیالانو، د پوهنځیو رئیسانو، استادانو، اداري کارمندانو او محصلینو حضور درلود.

د هلمند پوهنتون رئیس شیخ مولوي محمد نسیم حقاني راغلي پلاوي ته د هرکلي مراتب وړاندي کړل او خوښي یې وښودل، چي د یو معتبر علمي بنسټ درانه غړي دې پوهنتون ته تشریف راوړي او خپلی مشورې، نظریات او علمي مطالب شریکوي.

ورپسې د کندهار پوهنتون رئیس شیخ مولوي عبدالرحمن "طیبي" وینا وکړل، نوموړي په خپلو خبرو کي و ویل: د مسلمانانو ترمنځ پېرزوینه او مهرباني باید داسي وي، لکه د دېوال مثال، چي خښتي یې له یو بل سره نښتي او یو مستحکم جوړښت یې رامنځته کړی.

نوموړي زیاته کړه چي د مسلمانانو بریا په یووالي او همږغۍ کي نغښتې ده، الله تعالی د خپل رسول ﷺ او د هغه د ملګرو صفت په خپل منځي ترحم او پر کفارو په تشدد سره کړی دی، نو په کار ده چي موږ او تاسو د خپل منځي أخوة او ورور ولۍ په مټ افغانستان په ځان بسیا کړو.

ښاغلی طیبي د ښې رهبرۍ په ځانګړونو کي د همږغۍ او همکارۍ په اړه خبري وکړلې او زیاته یې کړه چي د کندهار پوهنتون ټول کهول د هلمند پوهنتون سره د هر راز همکارۍ په برخه کي چمتو دی.

د غونډي په وروستي کي د کندهار پوهنتون د تضمین کیفیت آمر پوهنیار عبدالاحد "ذاهد" د کیفیت لوړوني د یوولسګونو معيارونو د تشریح ورکشاپ وړاند کړ.

تازه خبرونه

چهارشنبه, جنوري 14 2026 4:13 PM
Background image

.د کشف الحال لپاره د متهمینو د بندي کولو د صلاحیت او بند د مودې په هکله ۸ ګڼه هدایت تشریح وړاندي سوه

نن د هلمند پوهنتون په مرکزي مسجد کښې د دعوت او ارشاد آمریت په همکارۍ د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله ورعاه د ۸ ګڼه فرمان د تشریح  سمینار ترسره سو، چي په کښې د متهمینو د بند، کشف‌الحال،. . .

سه شنبه, جنوري 13 2026 2:45 PM
Background image

.د مشرتابه مقام ۳۱م او ۴۸م ګڼه هدایتونو تشریح وړاندي سول

 

نن د هلمند پوهنتون په مرکزي مسجد کي د دعوت او ارشاد آمریت له لوري د مشرتابه مقام ۳۱م او ۴۸م ګڼه هدایتونو د تشریح سمینار ترسره سو، چي په کښې د پوهنتون د رهبرۍ غړو، استادانو او اړوندو. . .

سه شنبه, جنوري 13 2026 2:34 PM
Background image

.د تکبر، حسد او بغض د اضرارو په اړه اصلاحي سمینار وړاندي سو

 

نن د هلمند پوهنتون په مسجد شریف کي د دعوت او ارشاد آمریت له لوري د "تکبر، حسد او بغض" تر عنوان لاندي یو علمي او دیني سمینار ترسره سو، چي په کښې د پوهنتون استادانو، اداري او خدماتي. . .

BACK TO NEWS