.راغلي پلاوي د مسلکي پرمختیا مرکز د چارو د نظارت او ارزونه ترسره کړل

helmand@123
یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۸ - ۱۶:۱۱
ارزونه

 

نن یکشنبه د لوړو زده کړو وزارت د استادانو د تقرر او علمي ترفیعاتو ریاست اړوند د علمي کادر غړو د علمي او مسلکي ظرفیت د لوړاوي آمریت څخه راغلي دوه کسیز پلاوي، چيمشري یې د یاد آمریت آمر محترم مفتي محمد سعید مدني کوله او ورسره د تخنیکي چارو کارپوه محترم احمد الله کاکړ مل و، د هلمند امارتي پوهنتون د مسلکي پرمختیا مرکز څخه د چارو نظارت او  ارزونه ترسره کړه.

یاد پلاوي د هلمند امارتي پوهنتون د مسلکي پرمختیا مرکز اداري چاري، کلني او عملي پلانونه، د تطبیقسویو برنامو اسناد، سوابق او راپورونه په تفصیلي ډول وڅېړل. همداراز د مرکز د ترسره سویو فعالیتونو د کیفیت، اغېزمنتیا او دوامدار پرمختګ  ارزونه هم وسوه.

د پلاوي مشر محترم مفتي محمد سعید مدني ددې پوهنتون د مسلکي پرمختیا مرکز له خوا د ترسره سویو فعالیتونو ستاینه وکړه او زیاته یې کړه، چي  په پوهنتونونو کي د مسلکي پرمختیا مرکزونه د مغز حیثیت لري؛ که چېري دا مرکزونه فعاله وي، نو ټول پوهنتون ورسره فعاله او متحرک ښکاري. نوموړي ددې مرکز سره د هلمند پوهنتون د رهبرۍ همکاري او ملاتړ هم وستایه.

د هلمند پوهنتون رهبرۍ په یوه ځانګړې لیدنه کي  خپل وړاندیزونه له راغلي پلاوي سره شریک کړل او د پلاوي مشر د یادو وړاندیزونو د تعقیب او لازمي رسېدني ژمنه وکړه.

تازه خبرونه

سه شنبه, اپرېل 28 2026 3:40 PM
Background image

هلمند پوهنتون کي د لوړو زده کړو ته د ځوانانو هڅوني تر عنوان لاندي د ښوونځیو زده کوونکو ته سمینار وړاندي سو.

نن د هلمند پوهنتون د محصلانو چارو معاونيت په همکارۍ، د ښووني او روزني پوهنځی له لوري د لښکرګاه ښار د ښوونځيو د دوولسم ټولګيو زده کوونکو ته د " لوړو زده کړو ته د ځوانانو د هڅونه" تر. . .

سه شنبه, اپرېل 28 2026 3:38 PM
Background image

د هلمند پوهنتون رئیس د بُست خصوصي پوهنتون څخه لیدنه وکړه.

نن دوشنبه د هلمند پوهنتون رئیس، شیخ الحدیث و التفسیر مفتي محمد شریف الله ابو احمد صاحب د یاد پوهنتون د رهبرۍ پلاوي په ملتیا د بُست خصوصي پوهنتون څخه رسمي لیدنه وکړه.

د لیدني پر مهال د. . .

سه شنبه, اپرېل 28 2026 3:33 PM
Background image

په هلمند پوهنتون کي ممتاز او نوښتګر محصلین وستایل سوه.

نن د یاد پوهنتون د امام ابو داوود سجستاني رحمه الله د غونډو په تالار کي یو شمېر نوښتګر او ممتاز محصلین د یوې پراخي غونډي په ترڅ کي و ستایل سوه.

په دې غونډه کي د پوهنتون رهبرۍ، استادانو. . .

BACK TO NEWS