نن دوشنبه، ۲۶ / ۴ / ۱۴۰۲ نېټه هلمند پوهنتون درې ورځنی علمي او څېړنیز معلوماتي ورکشاپ پای ته ورسېد.

helu_admin
شنبه ۱۴۰۲/۶/۴ - ۱۰:۲۰
image
نن دوشنبه، ۲۶ / ۴ / ۱۴۰۲ نېټه هلمند پوهنتون درې ورځنی علمي او څېړنیز معلوماتي ورکشاپ پای ته ورسېد.
د ورکشاپ په دريمه ورځ لومړۍ موضوع (د مقالو لپاره د علمي ژورنال انتخابول، ځیني علمي ژورنالونه لکه: Elsevier, Emerald, Web of science) تر سرلیک لاندي د ښاغلي استاد پوهنیار سید عبد الوهاب سیدي صاحب له لوري وړاندي سوه، چي په یاده موضوع کي یې هر اړخیزي خبري وکړې، همدا راز د یوې ښې مقالې اړین مواد باید څه وي او له کومو غلطیو باید د مقالې په لیکلو کي ډډه وسي، اړین معلومات د ورکشاپ ګډونوالو ته وړاندي کړل.
د ورکشاپ په وروستۍ برخه کي د (پوهنتون د استادانو د علمي ترفیع شرایط او څرنګوالي) تر سرلیک لاندي موضوع د ښاغلي استاد پوهنیار محمد قاسم عادل صاحب له لوري وړاندي سوه.
نوموړي د استاد لپاره د علمي ترفیع د چمتووالي پر کړنلاره، د علمي تحقیق (اثر) په علمي ژورنال کي نشرول، په افغانستان کي د علمي ترفیعاتو مصطلحات او د علمي ترفیعاتو د مهمو شرایطو په اړه مهم توضیحات وړاندي کړل.
د موضوعاتو تر وړاندي کولو وروسته د هلمند پوهنتون د علمي چارو مرستیال ښاغلي پوهنیار محمد نعیم دوست د جاج اخیستني او ګډونوالو ته د وروستي پیغام ورکولو په موخه لنډه وینا وکړه او ګډونوالو هم خپل اړوند وړاندیزونه او نظریات ورسره شریک کړل.
یاد ورکشاپ د هلمند پوهنتون د شرعیاتو پوهنځی دروند استاد شیخ الحدیث و التفسیر مولوي غلام نبي حامدي صاحب د دعاء په کولو پای ته ورسېد.
نشراتو كمېټه

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۴ - ۱۶:۲۹
Background image

د اووه میليونه افغانیو په لګښت؛ هلمند پوهنتون کي درې پوړیزه ودانۍ جوړیږي

هلمند پوهنتون کي د ریاست مقام دفتر ، مېلمستون او د رسمي جلسو د تالار په ګډون د درې پوړیزي ودانۍ د جوړولو چاري نن پیل سوې، چي یاده ودانۍ به په (۳۵۰ ) متره مربع ځمکه کي د څه کم اووه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۲:۱
Background image

د هلمند علمي او څېړنیزي مجلې د پنځم کال لومړۍ ګڼه د لوستونکو لاسرسي ته وړاندي سوه.

د هلمند پوهنتون د ساینسي علومو علمي او څېړنیزه مجله  د پنځم کال لومړۍ ګڼه خپره سوه.

دا مجله د ساینسي علومو په برخه کي د علمي او څېړنیزو اثارو د خپرولو لپاره فعالیت کوي. د مجلې په دې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۶:۴۴
Background image

د هلمند والي د هلمند پوهنتون له علمي او اداري برخو لیدنه وکړه

د هلمند والي محترم مولوي امان ‌الدین منصور صاحب، د هلمند پوهنتون له علمي، تدریسي او اداري برخو څخه لیدنه وکړه او د دې لیدني پر مهال د پوهنتون له لوري د لښکرګاه ښار د ناپاکو اوبو د. . .

BACK TO NEWS