نویو زده کړیالانو ته د پوهنتون پېژندني علمي او معلوماتي سمینار!

helu_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۷/۱۰ - ۱۱:۴۰
image
نویو زده کړیالانو ته د پوهنتون پېژندني علمي او معلوماتي سمینار!
نېټه: ۱۲/۳/۱۴۴۵
ورځ: پنج شنبه
هلمند پوهنتون خپلو نویو زده کړیالانو ته د پوهنتون پېژندني علمي او معلوماتي سمینار وړاندي کړ.
په دې سمینار کي چي د یاد پوهنتون رهبري، استادانو، اداري مسؤلینو، زده کړیالانو او د هلمند ولایت مقام مسؤلینو هم شتون درلود، د یاد پوهنتون محترم رئیس الحاج حافظ مولوي محمد نسیم حقاني صاحب په وینا پیل سو، نوموړي نویو زده کړیالانو ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ د هغوی په مسؤلیتونو خبري وکړې.
او ویې ویل: انسان په علم او ادب سره د کمال او شخصیت لوړ پوړ ته رسېدلای سي، نو له همدې کبله نویو زده کړیالانو ته په کار ده چي د پوهي، کمال او ادب په لاسته راوړلو کي هڅي وکړي او د خپل علم او کمال په مټ نورو ته ګټه ورسوي او د خپل ولس دردونو ته دوا سي.
نوموړي زده کړیالانو ته په خطاب کي وویل: تاسو ته په کار ده چي د قرانکریم او نبوي لارښوونو سره سم خپلي چاري سرته ورسوئ ترڅو په دنیا او اخرت کي سرلوړي سئ.
د یاد سمینار یو بل تن ګډونوال خوږ ژبی ترانه ویونکی حافظ سمیع الله یاسر د هیواد ابادۍ ته د هڅولو په مضمون او هدف ښکلې ترانه د سمینار ګډونوالو ته په ښکلي اواز ترنم کړه.
د هلمند پوهنتون مالي او اداري مرستیال ډاکټر سمیع الله سعید هم په خپل وار سره د سمینار ګډونوالو ته ښه راغلاست ووایه، نوموړي نویو زده کړیالانو ته په خطاب کي وویل: تاسو اوس لوړي زده کړي کوئ نو په همدې اساس ستاسو څخه دولت او ولس هم لوړي غوښتني لري نو ستاسو اخلاق، اهداف، افکار او کړني هم باید لوړي وي.
د هلمند مرستیال والي الحاج مولوي عبد الرحمن کندوزی صاحب هم نویو زده کړیالانو ته په وینا کي وویل:
دا د خپلو ځانو لپاره نېکمرغي و بولئ چي تاسو لوړو زده کړو ته بریالي سوي یاست، نو تاسو ځانونه کمزوري مه بولئ لوړ عزم ولرئ او ستر هدف و ټاکئ او له خپلو شته امکاناتو اعظمي ګټه واخلئ ځکه ددې هیواد د راتلونکي برخلیک ټاکونکي تاسي یاست.
نویو زده کړیالانو ته د پوهنتون پېژندني تر عنوان لاندي سمینار د هلمند پوهنتون محترم استاد نذیر احمد رښتیني صاحب لخوا وړاندي سو چي د پوهنتون د اصولو او مقرراتو په اړه اړین معلومات ګډونوالو ته وړاندي سول.
همدا راز د پوهنیار استاد حمید الله حمیدي صاحب له لوري بیا د ځوانانو او زده کړیالانو مسؤلیتونو تر عنوان لاندي سمینار وړاندي سو چي د زده کړیالانو د دندو او مسؤلیتونو په اړه په لازمه توګه معلومات ګډونوالو ته وړاندي سول.
سمینار په اختتامیه دعا سره پا ته ورسېد.
هلمند پوهنتون نشراتو کمېټه

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۹ - ۱۵:۵۴
Background image

.د ښووني او روزني پوهنځي علمي او اداري فعاليتونه و ارزول سوه

د پوهنځیو د ارزونو د لړۍ په دوام، نن چهار شنبه د هلمند پوهنتون رئیس، شیخ الحدیث و التفسیر مفتي محمد شریف الله ابو احمد صاحب او مرستیالانو د دې پوهنتون د ښووني او روزني پوهنځي څخه لیدنه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۹ - ۱۵:۱۰
Background image

.د کندهار پوهنتون محصلانو ته د ویناوالۍ اړوند یو ورځنی معلوماتي آنلاین سمینار ترسره سو

نن د هلمند پوهنتون د پښتو ژبي او ادبیاتو څانګي استاد پوهنیار نذیر احمد رښتینی د کندهار پوهنتون د سیاسي علومو او نړیوالو اړیکو پوهنځي محصلینو ته د «ویناوالۍ» تر سرلیک لاندي یو ورځنی. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۸ - ۱۳:۴۴
Background image

د دريو پوهنځيو علمي او اداري فعاليتونه د معيارونو له مخي وارزول سول.

د پوهنځیو د ارزونو په دوام، نن سې شنبه د هلمند پوهنتون رئیس، شیخ الحدیث و التفسیر مفتي محمد شریف الله ابو احمد صاحب او مرستیالانو، د دې پوهنتون د کرهڼي، اقتصاد او وترنري پوهنځیو څخه. . .

BACK TO NEWS