.هلمند پوهنتون کي د ګناه پر ارتکاب جرئت نه کولو په اړه سمینار وړاندي سو

helmand@123
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۹/۲۰ - ۱۴:۳۵
ګناه نه کول

نېټه: ۸/۶/۱۴۴۶ ه.ق


نن سې شنبه د هلمند پوهنتون د غونډو په تالار کښي د دعوت او ارشاد آمریت لخوا استادانو او اداري کارمندانو ته اصلاحي سمنیار وړاندي سو، چي موخه یې د ګناه څخه ځان ساتنه او د ګناه لپاره غولوونکي دلایل نه لټول وه.

 

د دعوت او ارشاد آمر مولوي عبدالقیوم ذاکر صاحب د سمینار د ارائیې پر مهال وویل: ډېر خلک ځان تیر باسي او دا دلیل ګرځوي چي خدای جل جلاله رحیم ذات دی او په ګناه لاس پوري کوي او وروسته یې بیا تېروتنه دا وي او د ځان سره وایي،  چي الله جل جلاله به عفوه راته وکړي، چي دا په اصل کي ځان تېر ایستل او پر ګناه کولو جرئت دی.

ښاغلي مولوي ذاکر صاحب په خپلو خبرو کي زیاته کړه، چي د ګناه د ارتکاب لپاره دغه ډول تحلیل د شيطان لومي دي او مسلمانان باید ځان په کلک ډول ترې وساتي.

هغه د اسلامي ارشاداتو په رڼا کي د ګناه څخه د ځان ساتني لاري چاري او دې باب کي یې د ځینو مشهوره علمآء کرامو روایتونه وړاندي کړل، په دغو نقل سوو قولونو کي څرګند سوي وه، چي  د ګناه ارتکاب د انسان پر ژوند منفي تاثیرات پرېږدي.

 

نوموړي د هوښيارتیا په باب د ديني ارشاداتو په رڼا کي څرګنده کړه، چي د رسول الله ﷺ په مبارکو احادیثو کي راغلي: هوښیار انسان هغه دی، چي پر ګناه کولو جرئت ونه کړي.

د دعوت او ارشاد آمر له ګډونوالو وغوښتل چي دغه مسایل په خپل ټولګي، کور او ټولني کي خپاره کړي او خلکو ته د ګناه څخه د ځان ژغورني او پر هغه د جرئت نه کول په اړه پوهاوی ورکړي.

 

سمینار په اختتامیه دعاء پای ته ورسېدی.

تازه خبرونه

سه شنبه, دسمبر 10 2024 2:35 PM
Background image

.هلمند پوهنتون کي د ګناه پر ارتکاب جرئت نه کولو په اړه سمینار وړاندي سو

نېټه: ۸/۶/۱۴۴۶ ه.ق


نن سې شنبه د هلمند پوهنتون د غونډو په تالار کښي د دعوت او ارشاد آمریت لخوا استادانو او اداري کارمندانو ته اصلاحي سمنیار وړاندي سو، چي موخه یې د ګناه څخه ځان ساتنه او. . .

سه شنبه, دسمبر 03 2024 2:57 PM
Background image

.هلمند پوهنتون کي په اسلامي نظام کي د خدمت کولو فضلیت تر سرلیک لاندي سمینار وړاندي سو

نېټه: ۱۴۴۶/۶/۱ هــ ق

نن سې شنبه د هلمند پوهنتون د غونډو په تالار کښي د مسلکي پرمختیا مرکز په همکارۍ د دعوت او ارشاد آمریت لخوا په اسلامي نظام کي د خدمت کولو فضلیت تر سرلیک لاندي سمینار. . .

شنبه, نوومبر 30 2024 2:57 PM
Background image

.د لوړو زده کړو وزارت راغلي پلاوي د هلمند پوهنتون له رهبرۍ، استادانو، اداري غړو او محصلانو سره لیدنه وکړل

نېټه: ۱۴۴۶/۵/۲۸ هـ ق

نن شنبه د هلمند پوهنتون په انګړ کي د لوړو زده کړو وزارت د دعوت او ارشاد رئیس شیخ الحدیث مفتي شاکرالله وحدت د هلمند پوهنتون د رهبرۍ، استادانو، محصلانو او اداري. . .

BACK TO NEWS