.په هلمند پوهنتون کي د اکاډمیک چاپیریال سره د خدماتي کارکوونکو اشنايي سمینار وړاندي سو

helmand@123
دوشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۲۹ - ۱۵:۲۹
سمينار

نېټه: ۱۴۴۶/۸/۱۸ ه.ق کال

نن دوشنبه د هلمند پوهنتون د مسلکي پرمختیا مرکز له لوري د اکاډمیک چاپيریال سره د خدماتي کارکوونکو اشنايي تر سرلیک لاندي یو ورځنی سمینار وړاندي سو.

په دې سمینار کي د پوهنتون رهبرۍ، امرینو او خدماتي کارکوونکو ګډون درلود. د هلمند پوهنتون رئیس شیخ الحدیث والتفسیر مفتي محمد شریف الله ابو احمد د سمینار پرانیستونکې وینا وکړه، چي په کښې یې د خدماتي کارکوونکو رول مهم وباله او  د اکاډمیک چاپیریال  سره د هغوی د لا ښه تطابق اړتیا یې روښانه کړه.

ورپسې دغه سمینار د پوهنتون د مسلکي پرمختیا مرکز لوی مدیر ښاغلي نیازمحمد احساس له لوري وړاندي سو، چي موخه یې د خدماتي کارکوونکو ظرفیت لوړول او د پوهنتون علمي فضاء سره د هغوی د لا ښه اشنايي زمینه برابرول وو.

د سمینار په بهیر  کي ښاغلي احساس خپلي  تجربې شریکي کړې او د پوهنتون د کاري اصولو او د خدماتي کارکوونکو مسؤلیتونو په اړه مفصل بحثونه وکړل.

د یادونې وړ ده چي د هلمند پوهنتون اداره هڅه کوي د خپلو خدماتي کارکوونکو ظرفیت لوړولو ته ځانګړې پاملرنه وکړي، تر څو هغوی د علمي  د اړتیاوو سره سم خدمات وړاندي کړي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۱۵:۴۰
Background image

هلمند پوهنتون کي د لوړو زده کړو ته د ځوانانو هڅوني تر عنوان لاندي د ښوونځیو زده کوونکو ته سمینار وړاندي سو.

نن د هلمند پوهنتون د محصلانو چارو معاونيت په همکارۍ، د ښووني او روزني پوهنځی له لوري د لښکرګاه ښار د ښوونځيو د دوولسم ټولګيو زده کوونکو ته د " لوړو زده کړو ته د ځوانانو د هڅونه" تر. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۱۵:۳۸
Background image

د هلمند پوهنتون رئیس د بُست خصوصي پوهنتون څخه لیدنه وکړه.

نن دوشنبه د هلمند پوهنتون رئیس، شیخ الحدیث و التفسیر مفتي محمد شریف الله ابو احمد صاحب د یاد پوهنتون د رهبرۍ پلاوي په ملتیا د بُست خصوصي پوهنتون څخه رسمي لیدنه وکړه.

د لیدني پر مهال د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۱۵:۳۳
Background image

په هلمند پوهنتون کي ممتاز او نوښتګر محصلین وستایل سوه.

نن د یاد پوهنتون د امام ابو داوود سجستاني رحمه الله د غونډو په تالار کي یو شمېر نوښتګر او ممتاز محصلین د یوې پراخي غونډي په ترڅ کي و ستایل سوه.

په دې غونډه کي د پوهنتون رهبرۍ، استادانو. . .

BACK TO NEWS