.په هلمند پوهنتون کي د وزارتونو او امارتي ادارو د عقدونو قانون د انفاذ په اړه دوه ورځنی سمینار پیل سو

helmand@123
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۱۷ - ۹:۵۸
انفاذ

نن د هلمند پوهنتون د غونډو په تالار کښي، د أمیر المؤمنین "حفظه الله و رعاه" د ۲۳ ګڼه فرمان پر بنسټ د وزارتونو او امارتي ادارو د عقدونو قانون د انفاذ د تشریح دوه ورځنی سمینار پیل سو، چي پر مهال یې  د پوهنتون رهبرۍ، د پوهنځيو رئیسانو او امیرینو،  استادانو، اداري کارکوونکو او خدماتي همکارانو ګډون کړی و.

د سمینار په پیل کي د هلمند پوهنتون رئیس، شیخ الحدیث و التفسیر مفتي محمد شریف الله "ابو احمد" صاحب د أمیرالمؤمنین "حفظه الله" د تقوا، دیانت او لوړ شخصیت په اړه خبري وکړې. نوموړي د هغه د مشرۍ ځانګړتیاوي او د مسلمه أمت سره د هغه خوا خوږۍ په اړه مفصل بیان وړاندي کړ. ګډونوالو ته یې په اسلامي نصوصو کي د أمیر د اطاعت اهمیت روښانه کړ او هغوی یې د فرمان د اطاعت لپاره وهڅول.

وروسته محترم ابو احمد صاحب د وزارتونو او امارتي ادارو د عقدونو قانون د انفاذ په اړه د أمیر المؤمنین "حفظه الله" ۲۳ ګڼه فرمان شرحه او تفصیل وړاندي کړ.

یاد قانون چي په ۲ بابه، ۴ فصلونو او ۴۰ مادو مشتمل دی، د اسلامي شریعت او اداري اصولو پر بنسټ د بیع سلم، بیع بالتقسیط، اجاره، استصناع او شرائطو څرنګوالی بیانوي.

د سمینار په بهیر کي د هلمند پوهنتون رئیس د یاد قانون د تطبیق پر اهمیت ټینګار وکړ او ګډونوالو ته یې ډاډ ورکړ، چي د دې قانون  په پلي کولو  سره به په ادارو کي  شفافیت او سمون رامنځته سي او اساسي ستونزي به حل او فصل سي.

یاد قانون د هلمند پوهنتون رهبرۍ لخوا څو ورځي وړاندي و اړوند ادارو ته د مطالعې په پار تکثیر سوی وو، چي د سمینار لومړۍ برخه یې نن وړاندي سوه او پاتي برخه به یې سبا هم دوام وکړي او د قانون د نورو مادو تشریح او د عملي لارښوونو په اړه به یې هم خبري وسي.
 

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۴ - ۱۶:۲۹
Background image

د اووه میليونه افغانیو په لګښت؛ هلمند پوهنتون کي درې پوړیزه ودانۍ جوړیږي

هلمند پوهنتون کي د ریاست مقام دفتر ، مېلمستون او د رسمي جلسو د تالار په ګډون د درې پوړیزي ودانۍ د جوړولو چاري نن پیل سوې، چي یاده ودانۍ به په (۳۵۰ ) متره مربع ځمکه کي د څه کم اووه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۲:۱
Background image

د هلمند علمي او څېړنیزي مجلې د پنځم کال لومړۍ ګڼه د لوستونکو لاسرسي ته وړاندي سوه.

د هلمند پوهنتون د ساینسي علومو علمي او څېړنیزه مجله  د پنځم کال لومړۍ ګڼه خپره سوه.

دا مجله د ساینسي علومو په برخه کي د علمي او څېړنیزو اثارو د خپرولو لپاره فعالیت کوي. د مجلې په دې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۶:۴۴
Background image

د هلمند والي د هلمند پوهنتون له علمي او اداري برخو لیدنه وکړه

د هلمند والي محترم مولوي امان ‌الدین منصور صاحب، د هلمند پوهنتون له علمي، تدریسي او اداري برخو څخه لیدنه وکړه او د دې لیدني پر مهال د پوهنتون له لوري د لښکرګاه ښار د ناپاکو اوبو د. . .

BACK TO NEWS