.په ټولنیز ژوند کي د عدل په سرلیک سمینار وړاندي سو

helmand@123
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۲۴ - ۱۵:۳۹
سمینار

نن د هلمند پوهنتون د دعوت او ارشاد آمریت له لوري د پوهنتون په مسجد کي د اسلام له نظره په ټولنیز ژوند کي عدل تر عنوان لاندي اصلاحي سمینار وړاندي سو، چي په کښي د پوهنتون استادانو، اداري کارمندانو او خدماتي کارکوونکو ګډون کړی و.

غونډه د قرآن کریم په تلاوت سره پیل سوه، وروسته د دعوت او ارشاد آمر مولوي عبدالقیوم ذاکر صاحب په ټولنیز ژوند کي د عدل په اړه هر اړخیزه وینا وکړه.

نوموړي د عدل اسلامي مفهوم، د ټولنیز ژوند په بېلابېلو برخو کي یې اړتیا او د اسلامي تاریخ په رڼا کي یې  د تطبیق نمونې تشریح کړې.

ښاغلي ذاکر صاحب وویل، ټولنیز عدالت یوازي د قاضي یا حاکم مسؤلیت نه دی، دا د هر مسلمان د ژوند یوه مهمه برخه ده. نوموړي په ټینګار سره وویل،  چي ټولنه هغه وخت سوکاله او با ثباته وي، چي عدل په کښې عملي سي.

ښاغلي مولوی صاحب استادانو ته په اشاره وویل، په تدریس، ارزونو، سلوک او چلند کي باید عدالت ته لومړیتوب ورکړل سي. هغه زیاته کړه،  ازمویني، نصیحت، تشویق او جزا باید له هر ډول شخصي تمایل پرته، یوازي د حق پر بنسټ وي.

نوموړي همداراز اداري کارکوونکو ته پیغام ورکړ، چي د خدماتو وړاندي کول، تصمیم نیونه او د مراجعینو سره چلند باید د عدل پر بنسټ ترسره سي. هغه واسطه، تبعیض او سلیقوي پرېکړي د اسلامي عدالت خلاف عمل وباله.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۴ - ۱۶:۲۹
Background image

د اووه میليونه افغانیو په لګښت؛ هلمند پوهنتون کي درې پوړیزه ودانۍ جوړیږي

هلمند پوهنتون کي د ریاست مقام دفتر ، مېلمستون او د رسمي جلسو د تالار په ګډون د درې پوړیزي ودانۍ د جوړولو چاري نن پیل سوې، چي یاده ودانۍ به په (۳۵۰ ) متره مربع ځمکه کي د څه کم اووه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۲:۱
Background image

د هلمند علمي او څېړنیزي مجلې د پنځم کال لومړۍ ګڼه د لوستونکو لاسرسي ته وړاندي سوه.

د هلمند پوهنتون د ساینسي علومو علمي او څېړنیزه مجله  د پنځم کال لومړۍ ګڼه خپره سوه.

دا مجله د ساینسي علومو په برخه کي د علمي او څېړنیزو اثارو د خپرولو لپاره فعالیت کوي. د مجلې په دې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۶:۴۴
Background image

د هلمند والي د هلمند پوهنتون له علمي او اداري برخو لیدنه وکړه

د هلمند والي محترم مولوي امان ‌الدین منصور صاحب، د هلمند پوهنتون له علمي، تدریسي او اداري برخو څخه لیدنه وکړه او د دې لیدني پر مهال د پوهنتون له لوري د لښکرګاه ښار د ناپاکو اوبو د. . .

BACK TO NEWS