.هلمند پوهنتون کي د عامه پوهاوي په موخه لوحې نصب سوې
نېټه: ۱۴۴۶/۵/۲۳ ه.ق
د هلمند پوهنتون په انګړ، څلور لارو او دهلېزونو کي د عامه پوهاوي په موخه پیغامونه او د ادرس ښوولو شاوخوا "۶۰" پایې لوحې نصب سوې.
دا لوحې د یاد پوهنتون د نشراتو او عامه پوهاوي آمریت لخوا نصب سوي، چي په کښې یو شمېر یې د پوهنتون مختلفي برخي درسي ټولګي، دفترونه او د ځینو نورو سیمو ادرسونه ښيي، چي له دې سره محصلین او نوي راتلونکي کسان او بهرني مېلمانه کولای سي، پرته له کومي ستونزي خپل مطلوب ځای ته ورسیږي.
په یادو لوحو کي ډیره برخه عامه پوهاوي ته ځانګړې سوې، چي په کښې د هیواد د یو شمېر مؤثقو علمآء کرامو، پوهانو او أمراوو اقوال، جملې او پیغامونه لیکل سوي، چي محصلین هڅوي، تر څو د اسلام، علم، ملي شتمنیو او د هیواد د راتلونکي په اړه خپلو مسؤلیتونو ته په جدي توګه پام وکړي او د زده کړي او غوره اخلاقو په لور ګام پورته کړي.
باید وویل سي، چي هلمند پوهنتون پلان لري، په راتلونکي کي د عامه پوهاوي د لا ښه والي لپاره پیغامي او د عامه پوهاوي لوحې نصب کړي. چي دا ډول هڅي د محصلینو په تعلیمي او ټولنیزي وده کي مهمه ونډه لري.