.د لوړو زده کړو وزیر هلمند ولایت ته د خپل سفر پر مهال د هلمند پوهنتون مسؤلینو او استادانو ته وینا وکړل

helmand@123
Tue, Nov 04 2025 10:56 AM
غونډه

نن یکشنبه، د هلمند پوهنتون د امام ابو داؤد سجستاني رحمه الله د غونډو تالار کښي، د لوړو زده کړو وزیر محترم شیخ الحدیث و التفسیر مولوي نداء محمد ندیم صاحب، د دې پوهنتون مسؤلینو، استادانو او محصلانو ته وینا وکړه.

په همدې موخه جوړه سوې غونډه کي، چي د لوړو زده کړو وزارت محترم وزیر، د یاد وزارت ویاند، د هلمند پوهنتون رئیس شیخ الحدیث و التفسیر مفتي محمد شریف الله ابو احمد صاحب، منسبیونو، استادانو، اداري کار کوونکو او محصلینو ګډون درلود.

د پیل وینا د هلمند پوهنتون رئیس شیخ الحدیث مفتي محمد شریف الله ابو احمد صاحب وکړل، نوموړي محترم وزیر صاحب ته د ښه راغلاست مراتب، چي په وینا یې د لوړو زده کړو وزیر صاحب راتګ د هلمند پوهنتون لپاره د ویاړ او عزت سبب ګڼي او ورته د پوره درناوي هرکلی وړاندي کوي.

د لوړو زده کړو محترم وزیر شيخ الحدیث و التفسیر مولوي نداء محمد ندیم صاحب د وینا په پیل کي و ویل، چی په هلمند پوهنتون کي څرګند بدلونونه رامنځته سوي او د پوهنتون د مسؤلینو د هڅو او کارونو په اړه یې بشپړ اطمینان څرګند کړ.

محترم وزیر صاحب وویل: د افغانستان اسلامي امارت په خپلو ټولو تعهداتو کي ژمن دی او کړي وعدې یې په عملي توګه تطبیق کړي، په ځانګړي توګه په علمي برخه کي سوي ژمني عملي سوي دي.

محترم ندیم صاحب د لوړو زده کړو وزارت په علمي برخو کي د نوو پرمختګونو په اړه هم خبري وکړې، نوموړي زیاته کړه، چي ډیر ژر به د هیواد په بېلابیلو برخو کي د لوړو زده کړو (ماسټرۍ او دوکتورا) پر شته برنامو سربېره، نوري نوي برنامې هم ایجاد سي، چي په دې سره به د علمي ارتقا په برخه کي خودکفاء سو.

محترم وزیر صاحب د نوي نصاب د بشپړېدو په اړه هم معلومات وړاندي کړل، نوموړي وویل، چي پرله پسې څو میاشتي، د هیواد د بیلابیلو برخو څخه علماء کرامو، د نوي نصاب پر موضوعاتو، کار ترسره کړ او هغه موضوعات، چي په عقيدوي، فکري، اخلاقي او عنعنوي لحاظ د دې ټولني د وګړو د عرف او عاداتو سره په ټکر کي واقع وه، لله الحمد ستونزه یې حل او اوس نوی نصاب یو معیاري او د وخت او بازار د تقاضاء مطابق بشپړ  او تطبیق ته چمتو سوی دی.

محترم وزیر صاحب، د استادانو څخه غوښتنه وکړل، چي د نوي نصاب په تطبیق کي  دي خپل فعالیتونه راپیل کړي او د محصلانو د علمي روزني تر څنګ دي، د هغوی د شخصیت جوړوني په برخه کي هم بشپړه ونډه واخلي.

یاده غونډه د هلمند پوهنتون د استاد شیخ الحدیث و التفسیر مولوي عبدالهادي حلیم صاحب له خوا په اختتامیه دعاء سره پایته و رسېدل.

Latest news

Wed, Jun 26 2024 1:02 PM
Background image

هلمند پوهنتون کي د آيچ اي ايم ای ايس معلوماتي سیستم دوه ورځنی ورکشاپ پیل سو

نېټه: ۱۴۴۵/۱۲/۲۰ ه.ق

نن چهارشنبه د هلمند پوهنتون د مسلکي پراختیا مرکز د غونډو په خونه کي د پوهنتون  امرینو، کارمندانو او استادانو ته د HEMIS معلوماتي سیستم دوه ورځنی ورکشاپ پیل سو.

د. . .

Thu, May 23 2024 11:30 AM
Background image

د تضمین کیفیت د یولسګونو معیارونو د تفسیر ۳ ورځنی ورکشاپ پیل سو

نن پنج شنبه د هلمند پوهنتون د غونډو په تالار کي د لوړو زده کړو وزارت د راغلي پلاوو له لوري  د تضمین کیفیت د یو لسګونو معیارونو د تفسیر ۳ ورځنی ښوونیز ورکشاپ پیل سو.

په یاد ورکشاپ کي د. . .

Sun, May 05 2024 10:43 AM
Background image

د وترنري او انجینري پوهنځیو د نوي رئیسانو د معرفت غونډه ترسره سول

 نېټه: ۱۴۴۵/۸/۱

ورځ: یکشنبه

غونډه چي د هلمند پوهنتون د علمي چارو مرستیال محمد نعیم دوست صاحب، د مالي او اداري چارو مرستیال سمیع سعید صاحب، د دعوت ارشاد امر مولوي عبدالقیوم ذاکر صاحب. . .

BACK TO NEWS