.هلمند پوهنتون کي د څېړني د بنسټيزو مفاهیمو په اړه درې ورځنی سمینار پیل سو
نن د هلمند پوهنتون د علامه خطابي بستي رحمهالله په تالار کښې د مسلکي پرمختیا آمریت له لوري، د څېړنیز مرکز په همکارۍ، د څېړني اړوند درې ورځنی علمي سمینار پیل سو، چي په کښې د ۱۶ بیلابیلو سکتوري ادارو او اکاډمیکو بنسټونو لسګونو غړو ګډون کړی دی.
یاد سمینار د څېړنې د بنسټیزو مفاهیمو، څېړنیزي میتودولوژۍ، څېړنیزو اخلاقواو د علمي ژورنالونو د پېژندني په موخه تنظیم سوی، تر څو د ګډونوالو علمي او څېړنیز ظرفیت لوړ سي.
د دې سمینار د وړاندي کولو چاري پوهنیار عبدالباري هجران، پوهنمل دوکتور هدایت احدياو پوهنیار جاهد احمد درانۍ په غاړه لري، چي د یادو استادانو له لوري به د درې ورځو په لړ کي بېلابیلي علمي او څېړنیزي موضوعګاني تشریح او وړاندي سي.
تمه ده، چي دغه سمینار به د علمي څېړنو د پیاوړتیا، د څېړنیز فرهنګ د پراختیا او د ادارو ترمنځ د علمي همغږۍ په برخه کي مهمي پايلي ولري.
