.هلمند پوهنتون کي د نړیوالو ژبو د ازمويني بورډ لومړنۍ پرانیستغونډه ترسره سول

helmand@123
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱/۵ - ۱۵:۴۸
بورډ

په هلمند پوهنتون کي  د علمي چارو معاوینت تر چتر لاندي د انګليسي ژبي او ادبیاتو څانګي آمريت په ابتکار او همکارۍ د لومړي ځل لپاره هلمند پوهنتون کي د نړیوالو ژبو د ازمويني بورډ پرانیستل سو.

یاده غونډه چي د قرآنکریم د مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پیل سوه، د بورډ آمر او د پوهنتون د علمي چارو مرستیال پوهنیار محمد نعيم دوست د یاد بورډ د ارزښت او جوړېدو د اړتیا په هکله ګډونوالو ته وينا واورول.

ورپسې د ښووني او روزني پوهنځي د انګليسي څانګي آمر پوهنیار سید حکمت‌ الله سیفي، د ياد بورډ د طرزالعمل په هکله معلوماتي سمینار وړاندي کړ. ښاغلي سیفي و ویل: دا بورډ به د هیواد په کچه د انګليسي ژبي د سويې معلومولو شفافي ډیجیټلي ازمويني اخلي او بریالي ګډونوالو ته به په نړيواله کچه منل سوی او معتبر د انګليسي ژبي سند ورکول کيږي، ترڅو وکولی سي، د یاد سند څخه خپل په علمي، تعليمي او وظيفوي ډګرونو کي استفاده وکړي.

همداراز، استاد سیفي هیله مندي وښودل چي په نږدې راتلونکي کي به د عربي ژبي په برخه کي هم د ورته ازمویني لړۍ د بورډ په مرسته راپیل کړي، چي استادانو، محصلانو او عامو کسانو ته به ګڼي آسانتياوي مهیا کړي.

باید یادونه وسي، چي هلمند پوهنتون تر دې وړاندي د خپلو محصلانو د ژبنیزو مهارتونو د لوړولو لپاره د ملي او نړیوالو ژبو یو کلن تقویتي کورسونه پیل کړي، چي په مرسته یې سلګونه محصلان په وړیا ډول روزنه ترلاسه کوي.

 

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۴ - ۱۶:۲۹
Background image

د اووه میليونه افغانیو په لګښت؛ هلمند پوهنتون کي درې پوړیزه ودانۍ جوړیږي

هلمند پوهنتون کي د ریاست مقام دفتر ، مېلمستون او د رسمي جلسو د تالار په ګډون د درې پوړیزي ودانۍ د جوړولو چاري نن پیل سوې، چي یاده ودانۍ به په (۳۵۰ ) متره مربع ځمکه کي د څه کم اووه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۲:۱
Background image

د هلمند علمي او څېړنیزي مجلې د پنځم کال لومړۍ ګڼه د لوستونکو لاسرسي ته وړاندي سوه.

د هلمند پوهنتون د ساینسي علومو علمي او څېړنیزه مجله  د پنځم کال لومړۍ ګڼه خپره سوه.

دا مجله د ساینسي علومو په برخه کي د علمي او څېړنیزو اثارو د خپرولو لپاره فعالیت کوي. د مجلې په دې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۶:۴۴
Background image

د هلمند والي د هلمند پوهنتون له علمي او اداري برخو لیدنه وکړه

د هلمند والي محترم مولوي امان ‌الدین منصور صاحب، د هلمند پوهنتون له علمي، تدریسي او اداري برخو څخه لیدنه وکړه او د دې لیدني پر مهال د پوهنتون له لوري د لښکرګاه ښار د ناپاکو اوبو د. . .

BACK TO NEWS