هلمند پوهنتون کي د کمپیوټري مهاروتونو د لوړاوي لنډ مهاله کورس پيل سو
نېټه: ۱۴۴۶/۱/۱۸ ه.ق
نن چهارشنبه هلمند پوهنتون د مسلکي پراختیا مرکز خوني کي يو شمير استادانو ته د کمپيوټري مهارتونو د لوړاوي ۱۵ ورځنی کورس پیل سو.
د کورس ګډونوالو د همدې پوهنتون د شرعیاتو پوهنځي استادان وه، چي د پیل غونډه کي یې د هلمند پوهنتون د علمي چارو مرستیال پوهنیار محمد نعیم دوست په پرمختللې نړۍ کي د ساینس او ټيکنالوژۍ وروستیو بدلونونو ته په اشاره ګډونوال وهڅول، چي خپل کمپیوټري مهارتونه لوړ کړي.
وروسته د زراعت پوهنځي د تدریسي مدیر غلام حسین خپلواک لخوا د کمپیوټري مهارتونو د لوړاوي کورس پیل سو، چي په دې لړ کي به په کمپیوټري نړۍ کي وروستي بدلونونه، په اداره کي کارېدونکي پروګرامونو اسانه کارونه او همدا راز په ورځنیو چارو او کارونو کي د یو شمېر اړین کاریالونه؛ ګډونوالو ته معرفي او په تطبیقي ډول به ور وښودل سي.
باید وویل سي، چي د استادانو او کارمندانو ظرفیت لوړونه يو دوامداره پروسه ده او هلمند پوهنتون یې په اړه د پلان سر سم کورسونه او ورکشاپونه راپیل کړي دي.