.د علمي سیر ګروپ د خپل سفر راپور د هلمند پوهنتون رهبرۍ ته وړاندي کړ

د هلمند پوهنتون د علمي سیر ګډونوالو خپل ۱۱ ورځني علمي او معنوي سفر په بریالیتوب سره پای ته ورساوه او د خپل سفر تفصیلي راپور یې د ریاست مقام په دفتر کي د یو ځانګړي غونډي په ترڅ کي د پوهنتون رهبرۍ ته وړاندي کړ.
دا علمي سفر چي د پوهنتون د ۲۵ تنو همکارانو له خوا د سرطان په ۶ مه نېټه د مالي او اداري چارو مرستیال ډاکتر سمیع الله سعید په مشری پیل سوی و، چي په لړ کي یې د هیواد د ۱۳ مخکښو پوهنتونونو لکه: کندهار، کابل، پولي تخنیک، کابل ښوونه او روزنه، کاردان، بامیان، زابل، شیخ زاید، پکتیا، غزني پنجشیر، پروان، البیروني او نورو څخه لیدنه وکړه. دوی له یادو بنسټونو سره د اداري، علمي، لابراتوارونو، کتابتونونو او نشراتي برخو کي تجربې تبادله کړې او اداري سیستمونه یې له نږدې وکتل.
د دې ګروپ د سفر معنوي اړخ هم ځانګړی ارزښت درلود، چي په کښې د مرحوم ملا محمد عمر مجاهد، سلطان محمود غزنوي، بهلول دانا، شاه دو شمشېره او شهداء صالحین زیارتونه شامل وو. ګډونوالو دا زیارتونه د دیني روحیې د پیاوړتیا او تاریخي درک لپاره مهم و بلل.
د هلمند پوهنتون رئیس شیخ الحدیث و التفسیر مفتي محمد شریف الله "ابواحمد" صاحب د علمي سیر ګروپ له فعالیتونو ستاینه وکړه او دا سفر يې د واقعي لاسته راوړنو ډک وباله.
ښاغلي ابو احمد صاحب د دوی راپورونه یو په یوه واورېد او د راتلونکو ورته علمي سفرونو د دوام ملاتړ یې وکړ.
نوموړي ګډونوالو ته په خطاب کي و ویل: دا د الله تعالی ستر فضل دی چي ستاسي تګ او راتګ دواړه حالتونو کي خوشحال یو.
هغه همداراز زیاته کړه، چي علمي سفرونه د وخت د سترو علماوو او بزرګانو یوه ټاکلې تګلاره وه. دا هغه مسلک دی چي قرآن کریم د "قل سیروا فی الارض" په حکم کي ورته اشاره کړې ده. په همدې سفرونو کي انسان د علمي تجربو ترڅنګ د خلکو کلتوري، دیني او مدني وضعیت هم له نږدې پېژني، له همدې امله علماوو ویلي دي: "من لم یعلم بأهل زمانه فهو جاهل." څوک چې د خپل وخت د خلکو له حاله خبر نه وي، هغه ناپوه دی.
غونډه د دعاء په ویلو سره پایته و رسېدل.