!د هلمند د پنبې د پروسس فابریکې ته د فزیک څانګي د زده کړیالانو علمي سفر
د هلمند د پنبې د پروسس فابریکې ته د فزیک څانګي د زده کړیالانو علمي سفر!
ورځ: پنج شنبه
نېټه: ۱۳/۷/۱۴۰۲
د فزیک څانګي زده کړیالانو او استادانو د علمي سفرونو په لړ کي دا ځل د هلمند ولایت د پنبې د فابریکې څخه لیدنه وکړه. د سفر ګډونوالو ته ددې فابریکي د تخنیکي او مسلکي مرستیال انجنیر محمد حسین نیازي لخوا د فابریکې اړوند معلومات وړاندي سول.
انګرېزي کمپنۍ لخوا د ۳۰ - ۲۵ زره ټنه PLATT-LUMMUS دا فابریکه په۱۳۴۶ ه ش کال
پنبې د پروسس په ظرفیت د یو سهامي شرکت په ډول په فعالیت پیل وکړ. ددې فابریکې تولیدات عبارت دي له: مالوچ پنبه، لنتر پنبه، غوړي، صابون، کنجاره او پوستک. مالوچ پنبه چي په نساجي کي د تار او ټوکر په جوړولو کي ورڅخه کار اخیستل کېږي، د فابریکې د اصلي تولید په حیث د ټول تولید ۳۰-۳۸ سلنه جوړوي.
یاده فابریکه درې تولیدي دستګاوي او څلور کومکي او تخنیکي دستګاوي لري. د هلاجو دستګاه د څلور جوین او یو پریس ماشین په لرلو سره ۱۰۰-۹۰ ټنه په ورځني ظرفیت سره مالوچ پنبه د پنبه دانې څخه جلا کوي.
لومړی پنبه په پایپونو کي د هوا په مرسته د هلاجو دستګاه ته انتقالېږي او بیا مالوچ پنبه د پنبه دانې څخه تر جلا
کېدو وروسته د ۱۵۵ کېلو ګرامه ګاټ په شکل پریس کېږي.
وروسته پنبه دانه هم په پایپونو کي د هوا د جریان په مرسته لنتر، غلبېل او د تېل کشي د ستګاوو ته انتقالېږي چي هلته ورڅخه د لنتر پنبې، کنجارې، پوستک، غوړي او صابون مشتقاق لاسته راځي.
دا فابریکه د اړتیا وړ انرژي د دوو برېښنایي جنراتورونو څخه تر لاسه کوي چي هر یو یې د ۵۰۰ کېلو واټه
ظرفیت لري. د یادوني وړ ده چي یاده فابریکه د روان کال لپاره د څلورنیم زره ټنه پنبې د رانیولو لپاره بودیجه ځانګړې کړېده.
په وروستیو کي د اړوند مسؤلینو لخوا د خامو تېلو د پخولو او تصفیه کولو پروسه هم په عملي ډول تشریح سوه.
هلمند پوهنتون نشراتو کمېټه