د سیول څانګي پیژندنه

سېول انجنېري د انجنېرۍ هغه مسلکي برخه ده چې د فزيکي او طبيعي چاپيريال اړوندو ودانيو د ډيزاين، رغونې او څارنې دنده لري لکه څړکونه، پلونه، ويالې، د اوبو بندونه، هوايي ډګرونه، د ناولو اوبو سيسټمونه، نل-ليکې، د ودانيو ودانيز غړي او د ريلګاډې پټلي.

د انجنېرۍ پوهنځي سېول څانګې د هلمند پوهنتون په چوکاټ کې د پوهنتون تر تأسيس پنځه کاله وروسته په ۱۳۹۰ ل، ل کې د لومړي ځل دپاره د ۹۵ تنو محصلينو په درلودلو سره په تدريس پيل وکړ. دا څانګه ۸ تنه استادان لري چې د هغې ډلې څخه پنځه تنه چې د څانګې درسي بهير پر مخ بيايي يو تن يې د دوکتورا تر کچې زده کړې لري، درې تنه يې د ماسټرۍ تر کچې زده کړې لري او يو تن چې نوی مقرر سوی دی، د ليسانس تر کچې زده کړې لري؛ دوه تنه يې په ايران کې د دوکتورا او دوه تنه يې په جاپان کې د ماسټرۍ په زده کړو بوخت دي.

د تأسيس څخه تر اوو کلونو راوروسته، اوس د دې پوهنځۍ د محصلينو شمېر ۹۱۳ تنو ته رسېږي چې ۳۸ تنه يې د سېول د څانګې د لومړي پړاو فارغين دي، ۵۱ تنه يې د دوهم پړاو، ۶۳ تنه يې د دريم پړاو، ۸۶ تنه يې د څلورم پړاو او ۷۹ تنه يې د پنځم پړاو فارغين دي چې ټولنې ته د خدمت په موخه وړاندې سوي دي.

رسالت

د انجنېرۍ پوهنځۍ سېول څانګه د ټولنې د پرمختګ او خلکو د ژوندانه پر وړاندې پرتې ستونځې ويني او دا خپله دنده او رسالت ګڼي ترڅو د ځوان نسل د سالمې او علمي روزنې په وسيله د يادو ستونځو په له منځه وړلو کې برخه واخلي. نو له همدې کبله، موږ هڅه کوو چې خپل علمي پروګرامونه پراخ او د ټولنې ستونځې مو خپل څېړنيز موضوعات وګرځوو.

لیرلید

 

د انجنېرۍ پوهنځي دا څانګه هڅه کوي کوي چې تکړه او د لوړو تحصيلي درجو څښتنان په دې څانګې کې د استادانو په توګه و ګماري ترڅو زده کړيالانو ته د نوي او عصري تدريسو کړنلارو سره سم تدريس وکړي او ټولنې ته تکړه او په ښه کاري او مسلکي وړتيا سمبال ځوانان وړاندې کړي.

 

هدف

 

په ټولنيزو، سياسي، کلتوري، اقتصادي او ساينسي برخو کې پر معياري کچه د برابرو علمي او مسلکي کادرونو روزل.

 

ارزښتونه

  • لوړ کیفیت.
  • سالم او مؤثر مدیریت.
  • د څانګې په ټولو چارو کې روڼتيا او دهرډول فساد مخنیوی.
  • د ټولواسلامي اوبشري ارزښتونو درناوی.
  • دهرډول تبعیض، تعصب، اوکرکې مخنیوی.

 

موخي

 

ـ په څانګې کې د استادانو وړتيا لوړولو ته وده ورکول.

ـ په ځان باندې بسنه، نوښت او ګډ کار کولو ته لاره برابرول.

ـ ټولني ته د ښه کیفیت لرونکوعلمي کدرونو وړاندې کول ترڅو ملي اواسلامي ارزښتونوته درناوی ولري.

ـ په تدريس کې د نوې ټکنالوجۍ څخه کار اخيستل او د يادې ټکنالوجۍ په مټ دتدریس د مختلفو او پرمختللو لارو څخه استفاده کول ترڅو زده کړیالان په معیاري ډول سره وروزل سی.

ـ علمي څیړنو ته وده ورکول.